انصار: (د لیندی ۲۸ مه) د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له پاکستان څخه له ایستل شویو ۲۸۰ زره کډوالو سره یې نغدي او غیر نغدي مرستې کړې دي.
د یادې ادارې پر ایکسپاڼه لیکل شوي چې دوی د ایستل شویو مهاجرو د وضعیت په اړه اندېښنمن دي چې ډېری کډوال د اوسېدو ځای نه لري او نه پوهېږي چې ژمی به څنګه تېر کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام دا نه ده څرګنده کړې چې له دغو کډوالو سره یې څومره مرستې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان او ایران له خپلو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29094